روغانے بابا /دا سادهٴ سادهٴ پښتو ده، دا سادهٴ سادهٴ خبرې

شاعرې

Tuesday, April 16, 2024

روغانے بابا /دا سادهٴ سادهٴ پښتو ده، دا سادهٴ سادهٴ خبرې


 

دا سادهٴ سادهٴ پښتو ده، دا سادهٴ سادهٴ خبرې

چې پرې بيا هم نهٴ پوهېږې، لرې لرې، لرې لرې

ما د ژوند سرمايه تاته اوبخښله مړيه وروره

چې بيا هم نهٴ ژوندے کېږې، لرې لرې، لرې لرې

کۀ زمري کۀ شرمخان دي، ټول مې تاته کړل پۀ ګوته

اوس چې هم نهٴ هوښيارېږې لرې لرې، لرې لرې

ټول داوُونه د کُشتۍ مې د ژوندون درته ايزده کړل

بيا چې هم تهٴ راپرزېږې، لرې لرې، لرې لرې

مينه شرم نهٴ ګنا ده، حقيقت مې درښکارهٴ کړو

اوس پۀ مينه چې شرمېږې، لرې لرې، لرې لرې

د جديد نظر چشمې مې ستا پۀ سترګو واچولې

چې پدې کښې هم ړندېږې ، لرې لرې، لرې لرې


روغانے خدائے پېدا کړے ستا عزت شان و شوکت له

لا چې تهٴ ورته قهرېږې، لرې لرې، لرې لرې


****


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف