غزل
بدنامـــیږو زه او تــــه ، لمنه پریږده
زمـــــانه به وايي څــــه ، لمنه پریږده
لاس مې ونیسه چې سترګې مې رڼا شي
په ما راغلله تــــــیاره ، لمنه پریږده
دنیاګــــــئۍ ! په سر مـئئئې کیښوده ډبره
ته مې پریښوې ، اوس مې ته لمنه پریږده
ځه له ویښو د تعــــــــــــبیر پوښتنه وکړو
ځه په خــــــــوب د دې ویده لمنه پریږده
زلیخــــــــې ! د رسالت نوم به بدنام شي
زلیخــــــــــې ! زما د زړه لمنه پریږده
راشه ښار کې جنګ د سترګو هم ګټل دي
جنګـــــــیالیه نور د غــــــــــره لمنه پریږده
هـــغه پیر دې اوس د نه ســــــړیو پیر شو
نور جــــــــــلاله ! د هــــــــــغه لمنه پریږده
جلال امرخېل
Post a Comment