ارواښاد اجمل منصور
دار او دلدار، مخ - ۴۳
ـ
څه پیکه غونده کې شپه ده؟
خو یار خوا کې دی خوږه ده
ـ
ستا له زړه نه به ونه ځي
زما مینه پښتنه ده
ـ
ځم، ورځم ډیوې بلومه
ستا فرقت کې شوګیره ده
ـ
زما خوله کې د یار نوم دی
او د شیخ په خوله توبه ده
ـ
زندګي زموږه څه ده؟
یو غزل دی، یو ټپه ده
ـ
یار دې رانه کړلو ربه
د منصور دغه ګیله ده
ـ
ـ
Post a Comment