خاطره تا خو ويل چې شيخ يمه زهٔ

شاعرې

Tuesday, June 3, 2025

خاطره تا خو ويل چې شيخ يمه زهٔ

 


خاطره تا خو ويل چې شيخ يمه زهٔ



‏په زړهٔ زخمونه مې دا ستاپراتهٔ دي

واړه خيالونه مې رسوا پـراتــهٔ دي


ستا په څنګل چې مې خوبونه ليدل

هغه خوبونه اوس خطا پـراتــهٔ دي


تا خو ويل چې د بل چا به نه شم

هغه لوظونه پـه بـيــدا پـراتــهٔ دي


خاطره تا خو ويل چې شيخ يمه زهٔ

په کټ کې مات بنګړي د چا پراتهٔ دي


خاطر اپريدی

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف