د ژوند مړاوې سندره مې رباب کې راولم
د ویښو شپو کیسه د عشق کتاب کې راولم
دا سر ربه! مات شوی دی، ټیټ شوی چاته نه دی
خو تاته یې پنځه وخته محراب کې راولم
نن بیا د غزا ډول د هندوکش په سر غږیږي
سپېرې طالبې څڼې مې په تاب کې راولم
د نقد ملایان ګرځي له دُرو سره په ښار کې
د شعر پېغله مې ځکه په حجاب کې راولم
زما تړلی لاس وو ستا درنې درنې څپېړې
یو وخت خو به آشنا دا په حساب کې راولم
د سره قهر غلامه بیا د چا غېږې ته درومې!
د سپینو وړانګو تاو به په کولاب کې راولم
خندا موسکۍ موسکۍ شي چې پر شونډو د کبانو
یو شور خو د سندرو په دریاب کې راولم
په دې به هم د ډېرو له زړګو شي لمبه تاوه
دا وران د زړه وطن چې نغمه باب کې راولم
شاعر: پوهاند محمداسمعیل "یون"
کتاب: نیمه پیړۍ یون
Post a Comment