کله چې ورګډ د ښکلو ښکلو پۀ محفل شمه
ټول ارزو ارزو ارمان ارمان غزل غزل شمه
خور پَلَوه غونډ شه چې له مخه ئې اور واخلمه
دغه مې ارمان دے چې ئې تور اوربل ته بل شمه
ستا تصوير چې ګورم لکه وينم آئينه کښې ځان
ګل چې ښکلوومه سم پۀ نرمو شونډو ښکل شمه
اغوندم صبا له چې د خړو خاورو خړ لباس
نن به څۀ خوشحاله پۀ بخمل او پۀ ململ شمه
ما د ځان پۀ مينه د خپل ځان دښمني کړې ده
نور خلق به خپل کړم کۀ پۀ صدق د ځان خپل شمه
وخت د وصال راشي خو قسمت له کومه راوړمه
دوي ادل بدل شي کله زۀ ادل بدل شمه
مست شم روغانے د چا پۀ شوخ او مستانه نظر
ورک چې ئې د زلفو پۀ ځنګل شمه پاګل شمه
****
Post a Comment