چرته کښې ښادی ده خنداګانې دی
چا کره غمونه ژړاګانې دی
دلته د جزا پۀ طمعه مۀ اوسه
ټولې سزاګانې سزاګانې دی
مونږ نه پسرلی خزان تروړلی دی
شنډې ارمانونه آرزوګانې دی
شپه ئې د رڼا ورځې نه جوړه کړه
زلفې دی کۀ تورې بلاګانې دی
زۀ به پکښې کمه کمه ستائیمه
خوښې مې ستا ټولې اداګانې دی
رب دې د سراج پۀ ظلم مۀ نیسه
تاته ئې بخښلې خطاګانې دی
سراج الدین سراج
"پهې پۀ پرهر"
صفحه نمبر64
Post a Comment