څه د دردونو لېوني بادونه ولګېده

شاعرې

Saturday, January 25, 2025

څه د دردونو لېوني بادونه ولګېده

 

څه د دردونو لېوني بادونه ولګېده ستا د بڼو سره مې بیا زخمونه ولګېده  ما د کلونو لار په دوه قدمه ووهله ستا په یو دوه قدمه لار ګولونه ولګېده  چې د وجود وینه مې ټوله مینه مینه شوله په زړه مې خدے خبر د چا لاسونه ولګېده  دنیا که هرڅو محبت د کفر څلے ګڼو خو په دې څلي د دنیا سرونه ولګېده  په هغه خاوره د نفرت فصلونه،نه ټوکېږي  په کمه خاوره چې زمونږه پلونه ولګېده  اوس دې د زړه درزا زما دزړه خبرې کوي ستا په بې غمه زړه زما غمونه ولګېده  ما د وفا سترګې په یو محفل کې ټیټې نه کړې که په لمن مې د دنیا  داغونه  ولګېده  صابره! مونږ خو لا د یوبل لوګي شوي نه یو په رقیبانو خامخا  اورونه ولګېده   صاحب شاه صابر


څه د دردونو لېوني بادونه ولګېده

ستا د بڼو سره مې بیا زخمونه ولګېده


ما د کلونو لار په دوه قدمه ووهله

ستا په یو دوه قدمه لار ګولونه ولګېده


چې د وجود وینه مې ټوله مینه مینه شوله

په زړه مې خدے خبر د چا لاسونه ولګېده


دنیا که هرڅو محبت د کفر څلے ګڼو

خو په دې څلي د دنیا سرونه ولګېده


په هغه خاوره د نفرت فصلونه،نه ټوکېږي 

په کمه خاوره چې زمونږه پلونه ولګېده


اوس دې د زړه درزا زما دزړه خبرې کوي

ستا په بې غمه زړه زما غمونه ولګېده


ما د وفا سترګې په یو محفل کې ټیټې نه کړې

که په لمن مې د دنیا  داغونه  ولګېده


صابره! مونږ خو لا د یوبل لوګي شوي نه یو

په رقیبانو خامخا  اورونه ولګېده


 صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف