چاربېته
بل شوے کور په کور کلي په چم د حسد اور
تباه شو عالمونه
بې وجې بدي شمارشولوملګرو ورور د ورور
عجب راغلو وختونه
عجب وختونه راغلو ورور د ورور د سر دښمن شو
عنقا شوه چرته مينه
دا دومره خودغرضه ربه ولې هر يو تن شو
غېرت نه کړي په وينه
پېسه ټکه خوږه شوه د حرص په لار چلن شو
خبره کووم سپينه
ډېر مال په لاس کښې غواړي که په غلا وي که په زور
سېوا شو فرېبونه
د مال سره د مينې نتېجه شوله ظاهره
چې هر سړے د ځان شو
په عقل کښې په علم کښې هر څوک شولو ماهره
بيا هم دومره نادان شو
عمل په کښې هر ګز نۀ کوي يوکم د کافره
په نوم خو مسلمان شو
دا ځکه خو يو بل ته يې شکلونه ښکاري سپور
شروع دي غيبتونه
شروع داسې عمل دے په دې واړه پاکستان کښې
چې سر يې تباهي ده
چې داسې سوچ لري هغه همېش وي په نقصان کښې
زور شوې ګمراهي ده
کندې کني ځان ته خلق ګرځي په اسمان کښې
د هغو بادشاهي ده
څادر د جهالت مو دے په مخ باندې راخور
هيڅ نۀ کوو سوچونه
راځئ چې دا پردې د جهالت د سترګو لر کړو
چې يو تر بله ځار شو
د يو بل په ښېګړه کښې ځان ستړے لرو بر کړو
د هر سړي پکار شو
راځئ چې دې ظالم نظام له سمه ديکه ور کړو
يو څو تنه په دار شو
صابره بيا به جوړه خوشحالي شي کور په کور
او ورک به شي غمونه
..........
Post a Comment