په ما دې لرې د زړۀ ور پرېښودو
اوس دې په دې لوري چکر پرېښودو
بې ننګي ما يواځې نۀ ده کړې
ياره! تا زۀ او ما دې در پرېښودو
تۀ شوې رقيب ته او کۀ ما ته مسکی
ياره! په تلو تلو کښې دې شر پرېښودو
د کور د سوړ سوړ انغري دپاره
ما د خپل کلي مازيګر پرېښودو
تا پکښې کوم خوا لمبې بلې نۀ کړې
خو ما مې کله پېښور پرېښودو
تا دې خپل خال د ځان سره وړی دی
ما له دې داغ د زړۀ په سر پرېښودو
وخت به د بل چا سره څۀ واړوي
چې خپل عابد يې دومره زر پرېښودو
فضل سبحان عابد
Post a Comment