دا خو ستا د ښکليو سترګو برکت دے
چې راوړے مې ایمان پۀ محبت دے
چې غړۍ د سړي هسکه پکښې نۀ وي
دغه ژوند خو هډو ژوند نۀ دے لعنت دے
زما خپله نشه ډېره، مستي ډېره
خو ارمان مې د ساقي د شونډو ست دے
کۀ هر څو مې ده وخت ملا راټیټه کړې
سر مې اوس هم لا د ډېرو نه اوچت دے
زړۀ مې اخلې او کۀ نه خوښه دې خپله
بس یوه خوږه خبره یې قېمت دے
د هر کوره د بارودو بوي راخېژي
هر پښتون پۀ خپلو وینو کښې لت پت دے
د جانان نامه به ناخلې پابندي ده
نور کۀ هر څۀ وایي زیار ته اجازت دے
ډاکټر خالق زيار
Post a Comment