🍸🍸رحمان بابا🍸🍸
ډېر عمر مې تېر کړو بېهوده په زمانه
نور دې زما سر وي او د ترکو استانه
شېخ و شېخي , ورد و وظيفه و ذکر فکر
زه و ساقي ، جام و باده ، چنګ و ترانه
ځکه زاهد زهد کا د يو جنت لپاره
سر شيندلے نه شي په اوربل د جانانه
خداٸے لره به ورشم په سودا د يار له مخه
بل مقصود مې نشته په کعبه په بت خانه
ګوره د منصور هسې په دار نه شې رحمانه
مه کړه دا د عشق خبرې مستې رندانه
ایک تبصرہ شائع کریں