شاعري : رحمان بابا ولې نه ګورې و ماته سم په څه

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

جمعہ، 19 اپریل، 2024

شاعري : رحمان بابا ولې نه ګورې و ماته سم په څه

 


شاعري   : رحمان بابا


ولې نه ګورې و ماته سم په څۀ 

زیاتوې د غم زده و غم په څۀ 


ستا په غم کې چې ما وینې عالم ژاړي

ژړوې راسره نور عالم په څۀ 


په مطلب دې د سرو شونډو نه پوهېږم

چې مې وینې د زړۀ څښې هر دم په څۀ


زه رحمان پخپله ګرم یم چې مئین شوم

دغه نور عالم مې بولي ګرم په څۀ 

.                                                           .............


چې مې مینه خدائے په تا باندې پېدا کړه

ترکه   ما  په   هغه  ورځ   خپله  رضا کړه


اوس دا ستا رضا وفا   کړی که  جفا کړې 

ما دا ستا  جفا    قبوله   په    وفا     کړه 


ما  وَ درست جھان ته شا ؤ تاته  مخ کړو 

تا وَ درست جهان ته مخ  ؤ   ماته شا کړه   


زه رحمان چې ستا  د حسن ثناخوان  یم

ستا له رویه درست   جهان   زما   ثنا کړه



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف