(اولسي ادب کښې په ټپه او تلميح د متلونو اثر)
(لعل بادشاه خيالي)
اولسي ادب چې په انګرېزۍ کښې ورته (Folk Lore) په اردو کښې ورته لوک ادب وئيلي شي. د پښتو ادب لمن د اولسي ادب په حواله ډېره شته منده ده. ددې تعلق نېغ په نېغه خلقو سره دے. اولسي ادب د يو قام شريکه پنګه ده. په دې کښې د قامونو، دود دستور، عامې روايتي قيصې، لساني خبرې او نور جوړ شوي څيزونه سندرې او متلونه، ټپې، عوامي نثري او منظوم ليکونه شامل وي. ددې ادب په ذريعه که يو طرف ته د تېر ژوند تهذيبي مطالعه کښې اساني پېدا کېږي. دغه شان دا ادب په اوسني ژوند هم رڼا اچوي. د څۀ په وجه چې د دواړو موازنه کول اسان شي.
د پښتـو ژبې څېړنکار شاعر او اديب ښاغلے داور خان داؤد صېب ليکي :
“فولکلور د انګرېزۍ ژبې مرکبه کلمه ده چې د دوؤ کلمو “فولک” او “لور” نه جوړه ده ـ د Folk لغوي معنٰى ده اولس يا خلق او د Lore معنٰى ده پوهه يا زده کړه. دغسې د فولکلور د مرکبې کلمې معنٰى شوه د خلقو زده کړه يا اولسي پوهه.1”
اولسي ادب کښې ټپې ته ډېرلوے اهميت حاصل دے۔ ټپه د اولسي ادب د شاعرۍ يو داسې ځانګړے صنف دے چې د خپل قام طرز فکر، رواياتو او د اولسي ژوند عکاسي کوي۔ ددې اوله مصرعه د نهه او دوېمه ئې د ديارلسو سېلابونو وي۔ دا صنف په ځينو علاقو کښې د لنډۍ او مصرعې په نامه هم يادېږي. د نمونې په توګه دا ټپې :
ټپه په وار راسره کېږده
ماله بې واره ټپې خوند نۀ راکوينه
راځئ راځئ چې لنډۍ وايو
لنډۍ لا ښې دي د يار غم غلطوينه
ما له قلم مشواڼۍ راؤړئ
يو څو مصرعې په وينو سرې يار ته ليکمه
د پښتو متل هم لکه د ټپې د ژبې ښائست او کالے دےـ دا يوه داسې پوره جمله وي چې د حقيقت او رېښتينوالي څرګندونه کوي ـ دا زمونږ د مشرانو د خولې هغه ريښتونې وېنا او ملغلرې وي چې هغوي په يوه خاصه موقع وئيلي وي او بيا سينه په سينه تر مونږه را رسېدلي وي. متل په يوه خاص معاشره کښې وجود موندلے دے او بيا په مزه مزه د خپل دور نه په تېرېدو تېرېدو تر دې رارسېدلے دے.
په متل او ټپه کښې په مختصرو ټکو کښې ډېر غټ غټ او د اهميت وړ موضوعات موندي شوي دي. د متلونو په حقله چې څومره ښائسته او همه ګير نظام په ټپه کښې موندے شي ممکنه ده چې د پښتو ادب بل يو صنف ددې مقابله وکړي ځکه چې ټپه د له کلونو راسې د يو روايت په شکل پښتنه معاشره کښې موجود ده. ددې تعلق هم نېغ په نېغه تهذيب سره دے. لکه څنګه چې په متل کښې د پښتانۀ تهذيب ټول موضوعات په ښائسته انداز کښې وړاندې کېدے شي، دغه شان ټپه هم ددې قام په ټولو خصوصياتو رڼا اچوي. دغه رنګه که يو خوا د متل په ذريعه د پښتون قام د غلطو رسمونو رواجونو او ځينې اولسي قدرونو غندنه شوې ده نو په ټپه کښې هم دغه هرڅۀ لکه د نمر ښکاره ليدے شي
محترم مشر پروفېسر محمد نواز طائر صېب په خپل
مضمون “د ټپې معاشرتي تجزيه” کښې ليکي :
“ څۀ رنګ چې د پښتنو او پښتونولۍ د ځنې اولسي اقدارو په پښتو متلونو کښې صفت يا غندنه شوې ده دغه شان ټپه هم ددې اقدارو پوره تفصيل راؤړے دے. او هر چرته چې د پښتونولۍ په بهترو صفاتو د فخر او وياړ وخت راغلے دے ـ نو ښۀ په نره او ډاډه ئې ورله ستائينه کړې ده، ولې کوم ځاے چې د غندنې او کږلو موقع پېښه شوې ده نو هلته ئې هېڅ کله په خپلو کمزوريانو پرده نۀ ده اچولې”2
محترم داور خان داؤد صېب ليکي :
“ټپه او متل د اولسي ادب دوه مشهور اصناف دي ـ چې يو نظم او بل نثر سره تعلق لري ـ متل د يوې عامې تجربې نه روغ دے ـ داسې تجربه چې په ذهانت اډاڼه لري خو ددې برعکس ټپه د جذبې نه روغه ده کۀ يو د ساز په ذريعه خپل اواز تر لرې لرې رسوي نو بل بغېر د ساز نه خپل اواز هم هر چرته رسولے دے”3
لکه د متل په شان ټپه هم د مثال په توګه بيانېدے شي۔ اکثر ليکونکي په خپلو ليکونو که يو خوا د متل استعمال کوي نو بل خوا ټپې ته هم اهميت ورکوي. په ټپه کښې هم لکه د متل په شان خوږې خوږې، ريښتينې او د حکمت او هوښيارتيا نه ډکې خوندورې خبرې په لاس راغلي دي. بلکې ځينې ټپې خو داسې دي چې د متل پوره مفهوم په کښې راؤړے شوے دے۔ د پښتو متلونه دي چې “پېغلتوب نيمه باچاهي ده ـ د شال او شړۍ نه کېږي ـ اور چې بلېږي نو لوګے خېژي، هر چا ته خپل وطن کشمير دے ـ د کونډې ځويه څۀ خو بويه” بې زحمته راحت نشته ـ او د خپل نزدې تعلق او اثر په وجه ددې متلونو مفهوم څۀ په دې ډول پښتو ټپه کښې راؤړے شوے دےـ
پېغلتوب نيمه باچاهي ده
ورک ناوېتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه
شال د شړۍ برابر نۀ دے
جانان زما مساوي نۀ دے مړ دې شينه
هر چا ته خپل وطن کشمير دے
په ما کشمير شول ناليدلي وطنونه
د کونډې ځويه څۀ خو بويه
په تا مئين يم اخر ولې کړې ظلمونه
تل په زحمت پسې راحت وي
چې زحمتونه تېر وي، راحت به وړينه
په پښتومتلونو کښې ځاے په ځاے د دنيا د بې ثباتۍ ذکر شوے دےـ په دغه متلونوکښې د دنياعمرته د ژمي مازيګر وئيلي شوي دي ـ دا حقيقت وړاندې شوے دے چې دنيا فاني ده او ددې عمر لکه د باد تېرېږي. دا هم وئيلي کېږي چې تېر وخت په بېرته نۀ راځي ـ په بهار پسې خزان وي، پښتانۀ واړه يو ټبر دي، دغه رنګه په ډېرو ګڼو ټپو کښې هم دا حقيقت راؤړے شوے دے ، د کومې نه چې انکار ممکن نۀ دے. د پښتو دغه ټپې څۀ په دې ډول دي ـ
عالمه يو تر بل زارېږئ
عمر د ژمې مازيګر دے تېر به شينه
عمر د باد په شان تېرېږي
زړۀ مې لړزېږي خزان نن سبا راځينه
په لاس به تېر ساعت رانه شي
که زۀ په اوښکو کړم اوبۀ واړه ملکونه
اخر بهار پسې خزان وي
په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه
عالمه يو تر بل زارېږئ
دنيا فاني ده مېلمانۀ راغلي يُونه
پښتانۀ واړه يو ټبر دي
د جنګ په ورځ کښې په سيالۍ سر ورکوينه
د متل باره کښې خو مونږه په دې خبره پوهه يُو چې متل هغه جملې ته وئيلے شي چې د يوې بلې خبرې په شان وي او په اورېدو يا لوستو سره هغه خبره يا واقعه را وړاندې شي يا داسې جمله چې د مثال په توګه بيان شي او د سند ځاے ونيسي ـ د خپل معنوي تړون په سلسله کښې په بعضې متل د تلميح او په بعضې تلميح د متل ګمان هم کېږي خو ددې هر څۀ باوجود د نړۍ په هره ژبه کښې دا يو ځانله او جدا جدا حېثيت لري ـ په تلميح کښې پوهان زړې تاريخي واقعې، يوې سانحې يا يوې مسئلې ته اشاره کوي ـ د پښتوډېرو شاعرانو که يو طرف ته په خپلو شعرونو کښې متل راؤړے دے نو بل طرف ته ئې د تلميح نه هم کار اخستے دے. د يو څو تلميحاتي شعرونو نمونې وړاندې کول ضروري ګڼم.
چې په خوشحال په رېتنهبور کښې وشوې
هغه کانې په ما لاهور کښې وشوې. 4
د چا مغل تندي نه نۀ ويرېږو
مونږ د خوشحال په لاره تلۀ کړي دي. 5
په وړومبي شعر کښې د خوشحال خان خټک په رېتنهبور کښې د بندي کېدو او په دوېم شعر کښې د مغل تندي او د خوشحال بابا ننګ او پښتو ته اشاره شوې ده.
د پښتو متل سره د نزدې تعلق اواثر په وجه ډېر داسې د پښتو متلونه دي چې په هغې کښې تلميح موندے شي. لکه دا يو څو متلونه چې د تلميحاتو غوره نمونې دي
چې مور ئې درخانۍ وي نو لورې ئې ښاپېرۍ وي
هره ښځه درخانۍ ده چې خاوند ئې ادم خان وي
يو موسٰى خان وۀ بله ګل مکۍ وه، يو ولي خان وۀ بله تانۍ وه
په لېلٰـى هر څوک مئين دي خو کۀ ليلـٰى په چا مئينه شي
ما او مجنون په يوه مدرسه کښې سبق وئيلے وۀ، هغۀ صحرا ته لاړۀ او زۀ په کور کلي کښې رسوا شومه
د خپلې مطالعې په دوران کښې ځينې داسې د پښتو ټپې هم په لاس راغلي دي چې په يو وخت پرې د ټپې او تلميح مينه ماتېږي
جانانه راشه ادم خان شه
د درخانۍ مينه په ما وکړه مينه
د ادم خان د رباب ټنګ شه
د درخانۍ خوبونه ټول وتښتېدنه
مجنون له ځايه مجنون نۀ وۀ
چې په لېلـٰى باندې مئين شۀ مجنون شۀ نه
پاس په اسمان کښې ډزې کېږي
لېلـٰى ودېږي مجنون کلي ورانوينه
اولسي ادب کښې ټپې او تلميح د متل نه اثر اخستے دے. کوم حقيقت چې په متل کښې جوت دے، هغه په ټپه کښې هم په نظر راځي او بيا په تېره تېره په دې دواړو اصنافو کښې د تلميح موجودګي هم د ستائنې جوګه ده ـ دا ټول اصناف يو بل سره لکه د نوک او وورۍ تړون لري. دا اصناف د يوې ژبې ويونکيو د ژوند د مختلفو رويو عکاسي کوي. ددې په ذريعه د مختلفو قامونو د پوهې ارتقاء، سماجي او معاشرتي قدرونه، د هغوي جغرافيائي او طبعي حالتونه او تاريخي اثرات هم معلومولے شي. متل دے که ټپه يا تلميح په دې کښې زمونږ د پوهانو او بزرګانو د ژوند ژواک تجربې، مشاهدې او د هغوي لساني او تهذيبي اثار خوندي دي. ټپه او تلميح هم لکه د متل په شان د انساني سوچ عکاسي کوي. لنډه دا چې د ژبې په ترقۍ کښې او مخ په وړاندې بوتلو دپاره د ټپې، تلميح او د متل ضرورت د چا نه پټ نۀ دے.
حوالې
1) پروفېسر داور خان داؤد، “پښتو فولکلور کښې اړ” جدون پرېس ، جولائي ١٩٩٧ء ، مخ ٢٠
2) پروفېسر محمد نواز طائر، “د ټپې معاشرتي جائزه “ مشموله پښتو مجله ، پښتو اکېډيمي پېښور، جولائي ١٩٦٤ء ، دسمبر ١٩٦٥ء ، مخ٨٤
3) پروفېسر داور خان داؤد، پښتو ادب کښې متل ، پېښور ، اول ځل ، جنوري ١٩٩٠ء ، مخ ١٩
4) قلندر مومند ، سباؤن ،پېښور ، اول ځل ١٩٧٦ء ، مخ ٧٣
5) لعل بادشاه خيالي، “زبېرګي”، پښتو ليکونکي مردان، اول ځل ١٩٩٢ء ، مخ ٢٣
لعل بادشاه خيالي
ایک تبصرہ شائع کریں