غزل
دوه سترګې تورې د حېرانیو، دوه دریابه
ما به لاهو کړي ویرېږم ډېر ادکې مورې
دوه سترګې تورې د فلسفې، دوه کتابونه
چې څو یې ګورم دومره ګرانېږي راته نورې
دوه سترګې تورې پهٔ خاموشۍ کښې خبرلوڅې
لېونے کېږم، ټکي څه نور معنې یې نورې
دوه سترګې تورې دوه مېکدې دوه زیارتونه
زهٔ مست ملنګ یم، ورونه یې خدایه مه شه پورې
دوه سترګې تورې د ژورتیاوو غمازګرې
زړهٔ دې درزېږي ممتازه بیا هم ورته ګورې
ممتاز اورکزے
Post a Comment