غزل
هر ځائې چې به خلقو يادولو د ګلونو ښار
لاړو نن هغه پېښور هم شو د بمونو ښار
خلق به راتلل ورته سيلونو او خوندونو له
اوس ورته څوک نه راځى هغه شو د غمونو ښار
دغسې په بره پښتونخوا کښې يادېدلو سوات
خلق به راتلل ورته هغه ؤ د سيلونو ښار
ورانه کراچۍ يې راله هم په ټارګټ کيلنګ کړه
مينه پکښى ختم شوه او شو د نفرتونو ښار
مونږه پښتنو نه داسې کومه ګناه شوې ده
خدايه چې ورانيږى موهر ځائې کښې د خوندونو ښار
وائى ګل داؤد لالکووالؔ څوک چى پښتونخوا ورانۍ
خدايه ته پخپله ورله وران کښې په اورونو ښار
......
Post a Comment