غزل
زۀ چې د خـپل حـق ترېنه غـوښتنه کـړم
وخت د خپلــــو وروڼو زۀ دښـمنه کـړم
ستـــــا د يــؤ ديدن پۀ طمع طمع مــــرم
هاغــــــسې دې لارو تــه څـــارنه کــــړم
ستــــا مــــينه زما پۀ ځاے د بـل سرَه
زۀ ئې پۀ پخــــو ټکــيو غنـــــدنه کړم
هېڅ تــــرس د يار پۀ زړۀ کښې نه راځـې
ډکه کۀ د اوښــــکـو مــې لمــــــــنه کــړم
ما چې تـــــرې امــــــيد د خوشحالو کوۀ
هاغـــــه خلقو عمــــره لۀ غمژنه کړم
مينه کښې دې ياره خـــــــــــونړے شومه
هـــــره ورځ د خپــــــل ارمان وژنه کړم
شپه ده زۀ سپـــوږمۍ ستـوريو ته ګورمه
ستـــــــــورو نــه ثمينه ســــتا پښتنه کړم
#ثمين_الله_ثمين
Post a Comment