اکرام الله ګران بابا / چي زړه زما بلد دے د حالاتو په لمبو کښي

شاعرې

پیر، 22 اپریل، 2024

اکرام الله ګران بابا / چي زړه زما بلد دے د حالاتو په لمبو کښي





اکرام الله ګران بابا

چي زړه زما بلد دے  د حالاتو په لمبو کښي

بیا ولي وار حطا دے ستا په یو نظر کتو کښي

څوک خاوري شې ایرې شې د چا سیمه ګلستان شې

سپرلې او خزانونه ستا د سترګو په لیدو کښي

سودا د صبا کیږې د تیرو په دلالانو

اذان د سخر څوک اوکړې د عرش په منارو کښي

بس غواړې قربانې د ارزوګانو زما مینه

دا ونه ښیرازیږې د شاخونو په رودو کښي

مونږ څه رنګ د جمود پړاؤ خپل ځان لره منزل کړو

حرکت چي مو لیدلے دے د زړه په درزیدو کښي

وریځي شې باران شې بیا د ګلو شې رنګونه

تحلیل مي ګرانه! ویني شې د زړه په اسویلو کښي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف