تۀ خو يې کُن فيکون
زۀ درنه غواړم سکون
دا ناقلار ژوندون زمونږ کړه په قلاره ربه
زما دلداره ربه
تۀ سراسر يې ښکلا
ځکه مئين يم په تا
تۀ مې چراغ د فکر
تۀ مې د سترګو رڼا
تۀ يې معنٰی د ژوندون
زه درنه غواړم سکون
ما دې محروم نه کې د حسن د ګلزاره ربه
زما دلداره ربه
دنيا د غم ډکه ده
شور او غوغا ده ځکه
اسمان دی خړ په لوګو
جوړ دی لړزان په زمکه
د جنګ پرستو لاس نيول غواړي سرکاره ربه
زما دلداره ربه
غرونه بانډې کلي دي
که مې د ښار ښکلي دي
د هر ګلاب په شونډو
د اور لمبې بلي دي
ټول دي بې حاله زبون
زه درنه غواړم سکون
رنګ مې د ژوند څانګې له راوړه نوبهاره ربه
زما دلداره ربه
د واورو ډک ملکونه
چينې چينې دي غرونه
د اباسين او کابل
چپې چپې سيندونه
مري مې د تندې نه شپون
زه درنه غواړم سکون
جنت وطن مې يزيدانو ته مه سپاره ربه
زما دلداره ربه
سياله دنيا ورانيږي
نن يا سبا ورانيږي
دي علامې د قيامت
د ژوند ښکلا ورانيږي
ډېر زورور دی بېلتون
زه درنه غواړم سکون
ظلم د زړۀ په نول اخته کړه کردګاره ربه
زما دلداره ربه
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
اکـبـر سـيــال
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ایک تبصرہ شائع کریں