دادي څه رنګه ژوندون رابخښلو
په رسۍ د خپلي ساه باندي په دار شوم
زه د وخت په ادیره کښې رازرغون شوم
لکه زه هم یوه نخښه د بهار شوم
ما د خپل ارمان ځیګر په داسي یخ کړو
زه له خپلو حسرتونو ځنې ځار شوم
په قسم دي هر دروغ رښتیا کوومه
ایله اوس دي د یقین او اعتبار شوم
رقیبان مي منښتې ورباندي نیسې
منجور د خپلي میني د مزار شوم
د ښاٸیست د بڼ وږمې نه شومه ګرانه!
که د زلفو په سیالۍ کښي تار په تار شوم
ایک تبصرہ شائع کریں