د سوو لوو ارمانونو سره جنګ مه کوه
د چا د زړه د پرهرونو سره جنګ مه کوه
يه لونګينه د لړونو سره جنګ مه کوه
د يار د غاړې د ګلونو سره جنګ مه کوه
د محبوبې د مقدسو ګوتو فن ته سلام
وه ملا جانه د خالونو سره جنګ مه کوه
يا خو ببر ببر ازغي تل په سينه خخوه
او يا د سترګو د نازونو سره جنګ مه کوه
ځار دې د ماتې ککرۍ شمه پښتون لاليه
ما درته نه وې چې د غرونو سره جنګ مه کوه
په خپل ريښې ريښې ګرېوان باندې لږ رحم وکا
په جنګ مئېنه د جنګونو سره جنګ مه کوه
د زړه په درد به دې اخته کړي لېونۍ شوګيرې
نادانه ياره د خوبونو سره جنګ مه کوه
د بل د زمکې نه راخپل کا صورتونه د ژوند
د خپل اسمان د کتابونو سره جنګ مه کوه
سياله د خپلې مينی دومره احترام وکا بس
سياله د خلکو د عشقونو سره جنګ مه کوه
اکبر سيال اسلام اباد
ایک تبصرہ شائع کریں