دښاغلي اکبرسیال پر نوې شعري
ټولګې( پازه ) زما یو څو کرښې :
لېکوالان اوشاعران د ټولنې هغه ارزښتناکه شتمني اوپانګه ګڼل کیږي چې پخپلو لیکنو اوشعرونوسره دخلکو او ولسونو دافکارو په روښانه کولوکې ستره ونډه لري .شاعران اولېکوالان دومره حساس خلک دي چې دټولنې ملي ارزښتونه ،فرهنګ ، کلتوراوتاریخ ترهربل چا ورته ښه څرګنددی او دخپلې ټولنې پر نبض اونېمګړتیاوو تر بل هرچا ښه پوهیږي .
په پښتوادب کې دپښتنولېکوالانو او په تېره بیا دشاعرانو تله ډېره درنه ده، ځکه همدا شاعران اولېکوالان دي دي چې دټولنې ټولې خواوې او اړخونه ښه پیژني او نېمګړتیاوو ته یې دنثر او شعر په ژبه دحل لارې چارې لټوي .په دغو اړخونو کې يوه غوره او لويه برخه د يوې ټولنې کلتوري او دوديزاوملي ارزښتونه دي چې پښتنو شاعرانو د پېړيو په بېلابېلو پوړيو کې دغه برخه ډېره پاللې ده.
زموږ دپښتو په شاعرانو کې یو ډېر ښه اوپېژندل شاعر چې د پښتني ټولنې د بېلابېلو اړخونو ډېره ښه ترجماني یې کړې ده ښاغلی اکبر سیا ل صاحب دی چې دده نثرونه او نظمونه نه یوازې دکتابونو او شعري ټولګو په بڼه چاپ شوي دي ، بلکې زموږ دپښتنو هنرمندانو او فنکارانو او دده دشاعرۍ مینه والو دده شعرونه دترنم او سندرو په بڼوهم ویلي دي .
دښاغلي سیال صیب دلېکوالۍ اوشاعرۍ یوه ښېګڼه دده هغه پراخه معلومات او دخپل چاپېریال اودخپل پښتني تاریخ نه دده خبرتیاده ، دبلې خواسیال صاحب نه یوازې دپښتوادب دکتابونو ژوره مطالعه کړې ده ، بلکې دانګریزي ادب اوتاریخ اواردو ادب کتابونه یې هم لوستلي دي اوپر دغوژبوپوره اوبشپړ برلاسی لري.
زه دښاغلي سیال صیب له نامه سره له ډېرو کلونو راهیسې آشنایم او بیا خوله نېکه مرغه د يوولسو کلونو راهیسې دفیسبوک له لارې زما او دده آشنایي موږ دواړه سره نور هم نږدي کړي یواو دغه آشنايي په ملګرتوب بدله شوې ده او ددغې ملګرتیا او نږدیوالي په وجه مې دده د دعلمي هلو ځلو او شعري او نثري کتابونو په اړوند نور زیات معلومات هم تر لاسه کړي دي .
ښاغلي علي اکبر سیال صیب په داسې اتله کورنۍ کې زیږیدلی دی چې دده لوی نیکه غازي عمراخان بابا چې په (افغاني نپولیېن )سره یې شهرت درلود دلر او برافغان وطن اتل و او دانګریزي ښکیلاکګرو په وړاندې یې له ویاړه ډکې مبارزې کړې وې اودده داتلولیو له کیسو نه دافغانستان او پښتونخوا په هغو تا ریخي کتابونو کې یادونه شوې ده چې یا زموږپښتنو تاریخپوهانو لیکلي دي او یا هم انګریزانواوپخپله انګریزانو هم ددغه سترشخصیت په اتلولیو او قهرمانیو سترګې نه دي. پټې کړي اودغه ستر ملي اتل په پای کې دافغانستان په پلازمیینې کابل کې وفات شو او د دافغانستان د هغه وخت امیر له خوا په ډیر احترام ، درناوي اودرنښت سره خاوروته وسپارل شواو نن دافغانستان په پلازمیینې کابل او هم په کونړ کې دوه لیسې ( های سکولونه ) دده په نامه نو مول شوي دي اوپه کابل کې دده مزار د خلکو دزیات درنښت نه برخمن دی او دیوه غازي او اتل په سترګه ورته ګوري او درناوی یې کوي .
که زموږ پښتنو ستر ملي اتل غازي عمرا خان بابا دانګریزی دښمن په وړاندې جنګیدلی او دتورې اتل و،نو دده لمسي سیال صیب هم دقلم په ډګر کې له ځانه اتلولي ښودلې ده او دخپلې خوږې ژبې ګرانې پښتو چوپړ ته یې کلکه ملا تړلې ده او هم یې ددغه ادبي چوپړ په ترڅ کې یې دخپل قام دراویښولوله ویاړه ډکه ناره او چته کړې ده او دخپل قلم په څوکې اود نثر او نظم په ژبه یې خواره واره پښتانه راویښ کړي دي.
ښاغلي سیال صیب په خپل ویاړلي ژوندانه کې ډیر ې شعري ټولګې او نثرونه لیکلي دي دي چې ټول چاپ شوي هم دي چې دده په دده په شعري ټولګو کې (د ژوند جانان)، (رنګونه) ، (په جنګ دې اور ولګي)، (داپرهرونه ګنډل غواړي) ،( اوښکې اوښکې مسکیتوب) ،(زموږ په کلي کې شر مه جوړوئ !) ،(په ګل درو دې ورول اورونه) ، ( اکبر سیال، شاعري او شخصیت ) ( دجنګ لمبوته چې لمن وهي څوک ) او هم دده نثري ټولګه (پښتو پنځم مذهب) او هم (خوشحال خان خټک دګندهارا دتهذیب لوی نو م )چې په جاپاني ژبه کې دخوشال بابا دنظمونوژباړه ده. له نېکه مرغه ما دمخه هم دده پریوه شعري ټولګې یوه لیکنه کړې وه چې زما هغه دلیکنه دده په هغه شعري ټولګه کې چې ( اکبر سیال، شاعري او شخصیت ) نو میږي او له نن ورځې درې کلونه دمخه چاپ شوی وه راغلې ده . دډیرې خوشالۍ او ویاړ ځای دی چې بی هم دده بله شعري ټولګه چاپ ته تیاره ده اوښاغلۍ سیال صیب ماته راولېږله چې زه دده پردې شعري ټولګې یو څو کرښې ولېکم .دښاغلي سیال صیب دانوي شعري ټولګه ( پازه) نومیږي چې موږورته( تودوخه اوحرارت) وایو او په اردوژبه کې ورته( تپش) ویل کیږي او که خدای کول ډېرژربه له چاپه راووځي . .
که چیرې دښاغلي سیال صیب شاعري په ژوره توګه مطالعه کړو دده دشاعرۍ ډګرخورا ارت، پراخ اووسیع دی اوطبيعي خبره ده کله چې دیوه شاعر دشاعرۍ ډګر پراخه وي په هماغه اندازه دده نړۍ لید هم ورسره پراخه وي اوورسره ورسره یې سوچ او نظرهم پراخه وي . دلته دده د نوي شعري ټولګې(پازه ) ځینې بیتونه دلته راوړم :
اکبرسیال صیب په پښتني وطن مین دی او ددجنګ جګړواودپښتون وطن دبربا دۍ په ویر کې چیغي وهي او وايي:
د ګل بدنو په رنګينه زمکه اور بل دے
شيرينه ياره په شيرينه زمکه اور بل دے
د ابدالي او د ميروېس هډوکي سوزي پکښې
د اتلانو په سنګينه زمکه اور بل دے
د جنت حوره او ولاړه د دوزخ په تبۍ
د محبوبې په لونګينه زمکه اور بل دے
اسمانه ستا د بې رخۍ ګيله به چا ته کووم
توره ګل ګل ده او په سپينه زمکه اور بل دے
ستاسو په دشتو کې ټوکيږي د ژوندون ګلونه
زمونږ د کلي په واورينه زمکه اور بل دے
په لار کې پروت يه بدنصيبه يه ګل ګل وطنه
ستا د هر خال په ماه جبينه زمکه اور بل دے
سيال جانه چتي پتي خلک پې ملنډې وهي
د باتورانو په شاهينه زمکه اور بل دے
ښاغلی اکبر سیال په لاندیو بيتونو دپښتنې ټولنې غداران او قام پلورونکي دلالان اوټګان غندلي دي اوورته په خطاب کې داسې وايي :
راټول شوي بامبړان دي
په دے ښار کې ټول ټګان دي
د يو څو پېسو د پاره
د قام خرڅو دلالان دي
تش توقې سرونه ګرځي
ډزېدلي کارتوسان دي
نه د ننګ په ورځ پېدا دي
نه د ننګ په لار روان دي
همنوا د وطن نه دي
د مغلو پلويان دي
د نيکه جهنډه په لاس کې
د بريد ګرو جاسوسان دي
د خدای مخ ته مختورن دي
په محشر کې په لړزان دي
د زمرو نسل يې وخوړ
تکړه شوي ګيدړان دي
د ادم د نسله نه دي
تش لېوان دي تش ددان دي
چې د زړه په نول اخته دي
با شعوره انسانان دي
سياله ورځ د احتساب ده
ما نيولي له ګرېوان دي
سیال صیب پخپلې دې شعري ټولګې کې دبلوڅې ملتپالې ماه رنګ بلوچ ستاینه کړې ده چا چې دخپل قام دمظلومیت دغږ د اوچتولو لپاره دمبارزې ډګرته راوتلې ده او وايي:
د مارګلې غرونه دې ولړزول
يه د بولان د سردرو بلبلې
سر ورکوې خو سنګر نه ورکوې
ستا د سپېڅلو جذبو ځار شم ګلې
دسیال صیب په اشعارو کې دپښتني قام دښکلا او ښایست اورنګینیو ستاینه هم شوې ده نو ځکه وايي :
ددے دنيا هر يو زړګے ښکلے دے ښکلے به وي
د مينې ژوند لکه سپرلے ښکلے دے ښکلے به وي
په دے جهان کې هر يو شے ښکلے دے ښکلے به وي
هم يې لالۍ هم يې لالے ښکلے دے ښکلے به وي
د کائيناتو په زره زره کې پړق وهي ژوند
هم ستا د پوزې مېخکے ښکلے دے ښکلے به وي
د ادم ذادو د ښائست تاريخ ته چرته رسي
سپوږمۍ که مخ دې کټورے ښکلے دے ښکلے به وي
وطنه ستا په ګل درو کې د غربت نه بغېر
وطنه ستا هر يو بچے ښکلے دے ښکلے به وي
زما په سترګو کې نشه نشه خمار د پښتو
زما د سترګو هر غمے ښکلے دے ښکلے به وي
سياله د قام هره سړۍ لکه د حورې ښائيسته
سياله د قام هر يو سړے ښکلے دے ښکلے به وي
لنډه داچې دښاغلي سیال صیب شاعري له نو ښتونو ډکه ده چې دده په شاعرۍ کې دوطن له مینې نیولې ، دسولې ، امن ،ا نسانیت، ښکلا وو او خپل پښتني وطن او پښتون قام سره تر مینې پورې ټولې ښیګڼې اوځانګړتیاوې لیدلی شو. نو ځکه دغو ټولوڅیزونو دده شعر ته ځانګړې ښکلا وربخښلی او ده هم په خپل شعري کمال او شعري نوښت سره په خپلو اشعارو کې مر غلري پېیلي دي.زه ښاغلي سیال صیب ته ددې نوي کتاب دچاپ مبارکي وایم اوله لویه خدایه ورته داوږد عمر او دزیاتو بریاوو هیله کوم.
دسیال صیب دقلم څوکه دې تل تېره وي !
په ډېرادب اودرنښت
ډاکټر لطیف یاد
ایک تبصرہ شائع کریں