وصیـت / غنی خان

شاعرې

جمعہ، 15 مارچ، 2024

وصیـت / غنی خان

 


#وصیـت#


چې  خازې  شنې  مې  پۀ  قبــر  وي  ولاړې

کۀ غــــلام مـــړ ووم راځئ توکړئ پرې لاړې


کۀ  پۀ  خپلــو  وینـــــو  نۀ  ووم  لمبېــــدلے

پۀ  ما  مۀ  پلیتـــــــوئ  دَ  جومات  غــــاړې 


چې قطـرې قطـرې مې فوځ دَ دُښمـن نۀ کا

مورې  ما  پسې  پۀ  کوم  مخ  به  تۀ  ژاړې 


یا  به  دا  بې  ننګــه  ملک  باغِ  عـدن  کړم

یا  به  کړم  دَ  پُښتنـــــــو  کوڅې  ویجاړې 


دا څلور شعرونه دَ " پُښتون " دَ جبین خالونه دي (حسرت)

دَ #لټون# نه انتخاب صفحه نمبر۶

#دَ_غني_خان_بابا_اتۀویشتم_تلين

#RememberingGhaniKhan #15March1996

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف