ما فراق د حبيبانو ژاړوي
زړۀ په ما د رقيبانو سړوي
چې سيلاب زما د اوښکو را روان شي
عمارت زما د صبر نړوي
مينې زما په عقل وکړې هسې چارې
چې هلک مې په خبرو اړوي
د فراق په شپه يې خوب په ما حرام کړ
دا يم مالګې مې په سترګو دوړوي
په پيغام يې د وصال هسې تازه شم
لکه باد د ګل غوټۍ چې غوړوي
که د زړۀ په محبت شي " خوشحال " ځوان دی
په دا سپين وېښته يې خلک زړوي
خوشحال خان خټک
Post a Comment