غزل
یو ځل پۀ زمکه چې د پښو د پل پرېوتی یمه
بیا تمامــــــــــــي عمر پۀ اوږد مزل پرېوتی یمه
لا مې تر اوســـــه باقیات هم چا موندلي نۀ دي
زۀ د وجود ګــــــــړنګ ته څۀ یو ځل پرېوتی یمه
لکه دېوال د بل تکــــــــــیې ته مې سینه نیولي
لکه دېوال کـــــه همېشه پۀ بل پرېوتــــــــی یمه
بیا پۀ درنښت دې د دېوال پۀ درز کښې ېښی یمه
لکه ویښتۀ که دې د خـــــــــــــور وربل پرېوتی یمه
بیا مې پۀ هغه مخه یو قـــــــــــدم اخستی نۀ دی
پۀ کومه مخه چې اشنا یو ځل پرېوتــــــــــــی یمه
زۀ بیــــا پۀ زغل د هغـــــه ځایه پاڅـــــــــېدلی یمه
چې پۀ کوم ځائې ماښامه ! زۀ د زغل پرېوتی یمه
.......
Post a Comment