زما جذبې د خپل جهان د خیاله مه بیلوئ
ای لیونو ما د جانان د خیاله مه بیلوئ
یوې موسکا له يې ګل کړې ده زړه چاودې ځوانې
د ګل ځواني د ګلستان د خیاله مه بیلوئ
خوند کوي خپلي تماشې د تصور د دنیا
د ښاپيرو خیال د ریحان د خیاله مه بیلوئ
حسن چي ډېر شي په وړوکي خیال کي نه ځایږي
د مجنون عشق د بیابان د خیاله مه بیلوئ
سمندرونه خو په ما کي دي د رنګ او رڼا
ما خو په هیڅ حال کي د ځان د خیاله مه بیلوئ
زه مي په اوښکو کي اکثر جانان موسکی وینمه
سائل د اوښکو د باران د خیاله مه بیلوئ
رحمت شاه سایل
Post a Comment