غزل
ذره د خاوري يم خو غر په انتظار وي زما
څاڅکي به يم خو سمندر په انتظار وي زما
تر ډير ساعته اوسيدي له خپل زړه نه شم بهر
زړه کښي زما يو قلندر په انتظار وې زما
نه مي د کور چارديوارې شته نه کوټه نه دالان
بيا دهغه څوک پاګل بهر په انتظار وې زما
نه مسافر نه چري يمه منتظر د سفر
نه يم راهګير نه رهګزر په انتظار وې زما
زه په يو داسي زمانه کښي تيره ومه عمر
د جمات لار کښي شر اکثر په انتظار وې زما
يو نا ليدلي شانتي کور شناسه خوب کښي وينم
يو نه ليدونکي شانتي ور په انتظار وې زما
..........................................................
ګوهر شناس ( ولايات المتحده الامريکې)
Post a Comment