ورته حيران حيران کتل مې چې د چا تصوير دې
خو خبر نه وومه له دې نه چې زما تصوير دې
چرته چاودنې د بمونو او يا اور په ونو
دغه زما ددې ګل رنګه پختونخوا تصوير دې
پيغلې سرتورې او بچی مو يتيمان پاتې شو
زما د پاره خو هم دا د کربلا تصوير دې
زما په کور کښې هم زما بچی په امن نه دی
زما د ښار کوڅه کوڅه د قتل ګاه تصوير دې
زه خو دې پيژنم چې څوک يي دلته څه له راځې
تا که پخپل مخ لګولې د هر چا تصوير دې
بمونه نوی ټوپک نوې سنګرونه نوی
په دې وطن کښې دغه يو د ارتقا تصوير دې
زه په يو لاس وړوکی ورور له پاکومه اوښکې
اوپه بل لاس کښې مې نيولې د بابا تصوير ې
عبدالحميد زاهد
ایک تبصرہ شائع کریں