د رنګ محل پۀ ور اؤ در به څۀ کئ محمد زبیر حسرت

شاعرې

بدھ، 27 دسمبر، 2023

د رنګ محل پۀ ور اؤ در به څۀ کئ محمد زبیر حسرت

 


ژوندون پۀ خیر


"ژوندون پۀ خير" په يؤ سحر به څۀ کئ 

چې غم محرم وى' په اختر به څۀ کٸ


سپرلى ،ګــــــــلونه ، اٶ ډک جام د مئیو 

چى نۀ وى يار، په ماځيګر به څۀ کٸ


زړګے بـــــــــــــاچا اٶ سر د عقل شمکور

چى خُـــــــمار نۀ لر ي په سر به څۀ کئ 


دغه ځـــــــــــوانی دغه مستی اؤ نسیم

چې ګــلشن وران وی پۀ نظر به څۀ کئ


خــــدایه ! زما ذ سترګو نوُر پۀ ځاې کړه

چې سترګې نۀ لری منظر به څۀ کئ


چینه چې وچه وی اؤ غُڅ وی چینار 

زړۀ د بنګړو پۀ شړنګهر به څۀ کئ 


کاغذی ګل وی چې خوشبو نۀ کوی

چې وفا نۀ لری دلبر به څۀ کئ


چې سخت ساړۀ کنګل وی نۀ وی جانان

پۀ نومبر اؤ دسمبر به څۀ کئ


زۀ د حسرت نګار خانه کښې اوسم

د رنګ محل پۀ ور اؤ در به څۀ کئ


محمد زبیر حسرت

۲۷/۱۲/۲۰۲۳

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف