دا فیصله به وخت پخپله کوي
چې د خبرو څوک د کار څوک دي
ډاکټر خالق زيار
د روان کال دوه زره
درويشت د دسمبر په پينځوشتمه نېټه د ملاکنډ ادبي او کلتوري جرګې ملګرو د خوږ ژبي شاعر اديب نقاد فلسفی او ژباړن ډاکټر خالق زيار اووم تلين په خپل مرکزي دفتر شاه ولی خان مېلمستون درګۍ بازار کښې د ټولنې صدر خوږ ژبي شاعر سيد امير قاسم هاشمي په صدارت کښې ونمانځه
د غونډې مشر مېلمه اديب نقاد افسانه نګار انقلابي شاعر رحمت شاه سايل وۀ او اعزازي مېلمه د ډاکټر خالق زيار همفکره ملګرے ښاغلی ډاکټر مشتاق وۀ
د نظامت چارې نيازک خان تر سره کړې
د غونډې باقاعده آغاز ګران مشر خوږ ژبي شاعر سيد تجمل حسن قايل د تلاوت کلام پاک نه وکړو
ښاغليو
سيد محسن شاه محسن
خان محمد اګره وال
رحمت شاه سايل
محمد جنېد جنېد
دوست محمد طالب
سيد تجمل حسن قايل
پروفېسر کريم جان
فضل سبحان عابد
نبيل خان
ګوهر رحمان راز
مکرم خان سبا
اياز خان لالا
شاه ولی خان لالا
ډاکټر مشتاق
امان خان احرار
طلا محمد استاد
محمد زېب منصور
د راغلو ملګرو سره په استاد ډاکټر خالق زيار صېب ليکلے شوے نظمونه او مقالې شريکې کړې
په اخره کښې د ملاکنډ ادبي او کلتوري جرګې صدر ښاغلي سيد امير قاسم هاشمي صېب د راغلو میلمنو شاعرانو اديبانو مننه وکړه او زياته ئې کړه چې که هر څو زمونږ سره ډاکټر خالق زيار په بدني توګه نشته خو د هغه سوچ او فکر ژوندے دے او مونږ ورته راټول يو
په اخره کښې په دې دعا د ډاکټر خالق زيار راټوله شوے غونډه پای شوه چې الله دې ډاکټر صېب ته واړه جنتونه راحتونه نصيب کړي روح ئې ښاد او په ګور ئې نور شه
ایک تبصرہ شائع کریں