ماوې چې مينه اُور دے، خو هغه قلاره نۀ وه
مړې سترګې، موسکۍ شونډې، ميخوره قلاره نۀ وه
ټول خلق ترې خبر وو، ټولې سترګې ورپسې وې
بيا هم پۀ لاره ړنګه بنګه تله، قلاره نۀ وه
ملګريو! د سالارنه لار غلطه، منزل ورک وۀ
پۀ مونږ خو پۀ سفر کښې يوه شپه قلاره نۀ وه
حجره کښې د جرګې د فېصلې نه خبرنۀ وه
خندل به يې پۀ شابه اَوړېده قلاره نۀ وه
يوسفؑ هم يو غلام وۀ، جينکو يؤ بل ته ووې
څۀ زور وۀ اؤ څۀ زر، څۀ زلېخهؔ قلاره نۀ وه
ماوې ما به مئين کړې، ما به سوے لوغړن کړې
هغې ته هسې ټوقه ښکارېده، قلاره نۀ وه
ارمان، چې نن يې کوم يو ديدن ياد کړمه طاهره!
بېخى رانه ولاړه ځارېده، قلاره نۀ وه
........
19 اګست 2002 کراچى
Post a Comment