غزل
په زړونو کښې اثر وي خو زمونږ د پاره نه
حقونه د بشر وي خو زمونږ د پاره نه
دعوې چې د تهذيب کړي او لري لويه سينه
فراخه ئې نظر وي خو زمونږ د پاره نه
قانون دے د نړۍ چې د ظالم ونيسي لاس
د سر د پاسه سر وي خو زمونږ د پاره نه
تنکۍ غوټۍ چې سوزي د علت څه ضرورت
توپير د خير و شر وي خو زمونږ د پاره نه
چې ښه پوخ دوکاندار وي د ژغورنې د انسان
زده کړې ئې هنر وي خو زمونږ د پاره نه
طيبه! لوئې قطار د جنازو سره تصوير
دا ښه ګرم خبر وي خو زمونږ د پاره نه
Post a Comment