نه مې يو رنګ وے، نۀ مې چا سره ياري کړې وے
کاش چې ما هم سحر ماښام اداکاري کړې وے
دغه کېدے شوه، چې د اور لۀ سمندره تېر شم
خو دا کېدے نۀ شوه، چې تاته مې زاري کړې وے
زۀ يم د هجر د کېمیا نه راتېر شوے سړے
ما به د ګټې په کور څۀ رنګ جواري کړې وے
سترګې بينا، زړۀ مو په شان د ائينې ګرځوه
چا به پۀ دې جهان زمونږ طرفداري کړې وے
تسنيمه! پل دې د رحمان په قدم ولې ايښود
تا ملنګي څۀ کړله؟ تا به سرداري کړې وے
ریاض تسنیم صیب

ایک تبصرہ شائع کریں