تشه تر ځانه لاره مه سازوه
سعوده ورانه لاره مه سازوه
پرې چې غرور د غرونو وپيژني
چا ته اسانه لاره مه سازوه
اوښکې دې وچې کړه ژړا راولي
بس کړه بارانه لاره مه سازوه
رقيبه زلفې تشې زلفې نه دي
دا بې عرفانه لاره مه سازوه
راشه چې زړونو سره زړه وتړو
تر هندوستانه لاره مه سازوه
سعوده خلک دي روان درپسې
خلکو ته ګرانه لاره مه سازوه

ایک تبصرہ شائع کریں