عمردراز مروت / ستا په سر که ورانه ده، ودانه ده مينه که دې ګـــرانه ده، ارزانه ده

شاعرې

پیر، 26 اکتوبر، 2026

عمردراز مروت / ستا په سر که ورانه ده، ودانه ده مينه که دې ګـــرانه ده، ارزانه ده


 


عمردراز مروت

ستا په سر که ورانه ده، ودانه ده

مينه که دې ګـــرانه ده، ارزانه ده


زړه چي يار د زړه په بدله غواړي

دا قيصه مُشکله ده، اسـانـــــه ده


ستا او ما قيصه ډيره محدوده ده

ستا ګيلا له ما او مـا له ستا نه ده


ګُله! دا يو زه دې قــدردان نـه يــم

ټُـــوله  عِلاقـــه دې، قــدردانــه ده


 کوم به زه پوره کړم ارمان يو نه دې

دا نيمګـــړې هسې له ارمــــــانـــه ده


يو ”عُمــردراز مـــــــروته“  ته نـه يې

ټُـــــوله علاقــــه ورته حيرانــــــه ده

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف