په ټول جهان کې تش زما وطن په غم اخته دی
خبره ډيره د خفګان ده مګر څه وکړمه
خلک په زور پکې را ګډ شي ما په غم اخته کړي
کيسه زما او د جانان ده مګر څه وکړمه
د زړه رګونه مې پڅ شوي دي جنون نه لري
نامه مې اوس هم د افغان ده مګر څه وکړمه
نه د جهان ده نه د ځان ده مګر څه وکړمه
زندګي لاره د تاوان ده مګر څه وکړمه

ایک تبصرہ شائع کریں