څۀ ويرانه ويراني ده دا د چا دلته خاني ده '[سليم راز بابا]

شاعرې

منگل، 27 اکتوبر، 2026

څۀ ويرانه ويراني ده دا د چا دلته خاني ده '[سليم راز بابا]

 



څۀ ويرانه ويراني ده

دا د چا دلته خاني ده


چم په چم دي ګډ ويرونه 

د غم ډېره ارزاني ده

په زړۀ، ذهن، نظر، ژبه 

پهره ناسته شېطاني ده

بوټ لۀ وېښه بوټي باسي 

دا لا نوې باغواني ده 

چې حالاتو غلام نۀ کړم 

پېرزوئنه وجداني ده 

لږ همت غواړي ملګريو!

پرته پښو کښې کامراني ده 


رازه! څۀ ده شاعري مې 

د احساس ترجماني ده 

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف