زه چې کله مړ شمه، تورې جامې واغونده
راشه په سلګو سلګو، آخري دیدن به وي
سر ته راسره کښینه، ښکل مې کړه مرګون باندې
بیا به مې ونه ویني ټول عمر ژوندون باندې
څوک به مخ او سر وهي، څوک ولاړ غمجن به وي
راشه په سلګو سلګو، آخري دیدن به وي
ټول به وي یاران یاران، زه به پکې نه یمه
کور به وي لحد زما، هلته به اوده یمه
زه به ترې نه لاړ شمه، دا کلی وطن به وي
راشه په سلګو سلګو، آخري دیدن به وي
راشه د وفا په خیال، تا پسې ژړیږمه
پس له مرګه بیا پرې څه تاته چې یادیږمه
بیا به عمر چیرته وي، خاورو کې دفن به وي
راشه په سلګو سلګو، آخري دیدن به وي

ایک تبصرہ شائع کریں