ده وصال طبیبه راشه د هجران په تورو شپو کې
د جهان دې حسرتونه، د دردمندو په سینو کې
انتظار کې دې اوسېږم، په دې تمه چې به راشې
صبح و شام دې یادومه، په وړو وړو سلګو کې
ستا یادونه زورور دي، نه پرېږدي مې د شپې خوب ته
راته مخکې مخکې کېږي، د هجران تورو تیارو کې
ما دا دوه سترګې څلور کړې، عندلیب ګوشه کنار شوم
درېغه بیا یو ځل موسکۍ شوې،زرکې سترګې سترګو غلو کې
اور دی پورې په ما پورې، ستا د مینې که یې ګورې
دا زما د تن لمبې دي، د اسمان لمنو سرو کې
خدای خبر دی، «زرین» وايي چې به څه مخه پېښېږي؟
هسې پروت یم بندویوانه، ستا د زلفو په رسو کې

ایک تبصرہ شائع کریں