د آزر د خدايانو نه منکر يم

شاعرې

پیر، 26 اکتوبر، 2026

د آزر د خدايانو نه منکر يم

 



О

د آزر د خدايانو نه منکر يم

د رندانو پۀ مذهب باندې کافر يم


سودائی شم چې مې ځان ته چرته فام شي

چې تا اوينم وېم څومره بختور يم

رڼه اوښکه پۀ لېمۀ د اباسين يم

خود پۀ سر د کائيناتو لروبر يم

رڼا کړم پۀ هره خواه اُور اُورکے يم

د تيارو غېږه کښې پړق لکه د نمر يم

دنيا پاتې ده پۀ دغه مې ايمان دے

بې پرواه لۀ دې دنيا د سيم وزر يم

وسيله ستا د حبيب چې راسره ده

لويه خدايه بس پۀ دغې معتبر يم


کۀ راځې نو وخت تېريږي تلوار اوکړه

زۀ زمان د ژوندانۀ کډه پۀ سر يم


📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف