ژونـد د دردونـو مجموعه ده ښه ده ،
د ارمانونو غېږ کښې شپه ده ښه ده ،
زۀ د هــغې پــۀ تـماشـه يـم ښـۀ يم ،
هــغه زمــا پــۀ تــماشـه ده ښــه ده ،
يـو بل ته سترګو کښې حالونه وايو ،
د مـحــبت لــوبـه تــوده ده ښـه ده ،
زمـــا د زړۀ بـــرجـــونـــه اونـــړوي ،
خـــندا دې ســمه زلــزلـه ده ښه ده ،
تــا بـه پـۀ ژوند چـرته خفه نۀ کړمه ،
دا مـې د تــاسـره وعــده ده ښـه ده ،
شپه کۀ پۀ ويښه وي نو وي دې کنه ،
سـتا د يـادونو سـره ښـه ده ښه ده ،
څــۀ عجـيبه خـوب مـې لـيدلو بېګا ،
چـې پـۀ ځنګون زما اوده ده ښه ده ،
پۀ هـر سکڼي ماښام وي ستا انتظار ،
بـس خـو هـم دا زمـا نشه ده ښه ده ،
د ژونـد ښـکلا لـه مې لفظونه راوړي ،
ګل ګل شاعـره ده خــوږه ده ښه ده ،
دغــه ادا ئـې هــم د خــونــده ډکـــه ،
بس چې غصه شي نو لمبه ده ښه ده ،
څـومــره سـاده دے لـــېونے تصــور ،
هـــغه چـــالاکـه او پــخه ده ښه ده
Tassawar Manerwal

ایک تبصرہ شائع کریں