ما وى که لاړې تا خو بيا نيولې
درده سينه مې ده چې تا نيولې
زمونږ د کلي چڼو دا ذده کړي
وايي غوايي په ښکر دنيا نيولې
هغه زما د زړه نه چرته اوځي
زړه کې مې خپله تمنا نيولې
د سکول په زمکه مدرسه جوړوي
څوک څه وييلى شي ملا نيولې
توره کارغه راباندې ښه نه لږې
تاخو زما نه پښتونخوا نيولې
اوس چې راګوري داسې کوز راګوري
ما چې په دې سړي کې غلا نيولې
اقرار پريږده خو که انکار دې وکړو
خداېګو په موټي کې مې ساه نيولې

ایک تبصرہ شائع کریں