د احمقانو په قطار کښې د يؤ نوم کمے دے

شاعرې

جمعہ، 30 اکتوبر، 2026

د احمقانو په قطار کښې د يؤ نوم کمے دے

 





تۀ به ترڅو په رويو کوې ماتم سړيه

وۀ د قلم سړيه ،وۀ قلم قلم سړيه


پرېږده راځه د جنتونو اهل نۀ يو مونږه

مونږ د جنت پشان دنيا کړه جهنم  سړيه


اوس به په مينه کښې هم غاړه چاته نۀ ورکوو

چابه تړلے وي په ګېډه پورې بم سړيه


سبا له ګوره چې خپل سېورے دې ملګرے نۀ وي

نن د هجوم په مېنځ کښې ناسته محترم سړيه

د احمقانو په قطار کښې د يؤ نوم کمے دے

هم دغه  نوم خو دے په سلو کښې يؤ کم سړيه


زۀ د احساس په دغه دشته کښې نور څوک وګورم

يوازې زۀ يم اؤ نعرې  ځانته وهم سړيه


سړيه داسې قدمونه په  لا رڅنګه لاړ شي

چې يؤ قدم وي بېګانه له بل قدم سړيه


يؤ د قېصر د لېونو لارو نه ځان ساتمه

نور به د هر يؤ لېوني په لاره ځم سړيه


📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف