لونګيه !غريبۍ کښې مشهور شوم
لونګينه!زه پرهر ومه ناسور شوم
لونګينه! مــــــــــــا پـــــــالل نزاکتونه
لونګينه! چې راولويدم چور،چور شوم
لونګينه! تـــــش لاسونه دي او زه يم
لونګينه! نــــه د ترۀ نه د تربور شوم
لونــــــــګينه! ستا جيالوجي څه وايي؟
لونـګينه!زه کافرشوم چې کافورشوم؟
لونګينه!ستا غوښتنې او زه؟ اخ ،اخ
لونګينه! هيڅ چاره نشته،مفرور شوم
لونګينه! غنم رنګ ورور دې هم پوه کړه
لونګينه! زه شاعر څنګه مزدور شوم؟؟؟
لونګينه! هــــــــــــــــغې بلې ته هم وايه
لونګينه! تبــــــــــخے شومه ،تنور شوم
لونګينه! ګـــــــــــــــــــلالۍ ده ګيله منه
لونګينه! زه عاجز هم پلار د لور شوم؟؟
لونګينه! هـــــــــغه ستا مينه شوه څنګه؟
لونګينه! انتــــــخاب ته دې مغرور شوم
لونګينه ! دا چـــــې ته باچا خانے شوې
لونګينه! زه ممتاز شومه ،مشکور شوم
ممتاز اورکزے
#PashtoPoetry

ایک تبصرہ شائع کریں