نه رکوع ده، نه سجده، نه ریاضت دي
عاجزي اصل معراج د عبادت دی
په خپل ځان کې چې خپل ځان درته ښکاره شي
دا مقام د بندګۍ نه ډېر اوچت دي
شه عاشق لکه منصور که جنت غواړې
په تسبو باندې ګټلی چا جنت دي
څه پروا به د شايست د دلدارۍ کړم
چې راوړی مې ایمان په محبت دي
خامخا به تر منزله پورې رسم
چې مې کړې له رواجه بغاوت دي
څه پروا د بې خودۍ لرم لایقه
چې جنون مې له سجدو سره عادت دی

ایک تبصرہ شائع کریں