امن بانګ د ښائیستونو د جمات دی
ولې قات د پښتنو په مضافات دی
امن څه دی خو قبله د سل بتانو
سجده رېز پکې هر بُت د سومنات دی
امن نوم د داسې جنګ دی چې په مونږ دی
په اشر مرمه که ګټه که باېلات دی
امن څه دی د پښتون د سر نشتوالې
امن ژوند غواړي بس دغه یې نجات دی
امن زور د زورورو دی دیداره
زور د برخې چا موندلې په خېرات دی
ډاکټر ديدار يوسفزے

ایک تبصرہ شائع کریں