څـه پـه مــــــــــــزه، څـومره خنـدان تېـر شـو
ژونـد چـې د ښکـلـــــــــي پـه ارمـان تېـر شـو
پـرون چـې تـا لـه خپـل محفـل نـه چـګ کـړو
نـن هغـه کــــــــــــــس لـه دې جهـان تېـر شـو
دا هغـه کـس دى چـې زه مــــــــــــرم ورپسـې
دا چـې لـه مـــــــــــــــــــــانـه ګـرېزان تېـر شـو
تـا چېـرې خپلـې زلفــــــــــــــې سمـې نـه کـړې
عمـر مـې ځکـه پـــــــــــــــــــــرېشـان تېـر شـو
د هجـر وخـت د تېـرېدو خـو نـــــــــــــــــــه و
ستـا پـه وعــــــــــدو ستـا پـه پېمـان تېـر شـو
د "درد" پـه مــــــــــرګ بانـدې بـه ډېـر وواٸـي
نـن د مـروتو غــــــــــــــــــــــزلخـوان تېـر شـو
پروفيسر رحمت الله درد
ایک تبصرہ شائع کریں