دروېشه خدا مسته ! دَ جهان پۀ زړۀ کښې څۀ دى؟
وئېل ئې ، پۀ خلا کښې تر مطلبه رسېدۀ دى
دروېشه خدا مسته ! دَ وجود نه مې شغلې ځى
وئېل ئې ، محبت خو رنګ اؤ نور کښې الوتۀ دى
دروېشه خدا مسته ! جدائۍ ته مې زړه کيږى
وئېل ئې ، جدائى خو پۀ سکروټو ګډېدۀ دى
دروېشه خدا مسته ! د حدونو حد هم شته دے؟
وئېل ئې ، د حدونو حد نه اخوا ته هم څۀ دى
دروېشه خدا مسته ! قندهار دے اؤ انار دى
وئېل ئې ، دغه خوب دې پۀ جلوه کښې ورکېدۀ دى
دروېشه خدا مسته !حال دَ عشق دَ وطن وايه
وئېل ئې ، سينه داغ وړى ، کۀ ځوانان دى کۀ زاړۀ دى
دروېشه خدا مسته !پۀ صدېو باندې محيط يم
وئېل ئې ، صدۍ څۀ دى خو دَ شګو رژېدۀ دى
دروېشه خدا مسته !لعل دَ هر سړى نه ورک دے
وئېل ئې ، زندګى خو د باړې خړې اوبۀ دى
دروېشه خدا مسته ! دَ تسنيم سترګې نرګس شوې
وئېل ئې ، دَ عشق رنځ خو دعشاقو دَ مخ سرۀ دى
درويش خدا مست ریاض تسنیم
ایک تبصرہ شائع کریں