ستا په تماشا کښې رانه هير وو چې ساه واخلمه
ستا دا تورو تورو بلا سترګـــــــئـو بلا واخلمه
زه به جنت ستا دا يو ديـــدن د پاره پريږدمه
زه خو هغه نه يم چې دا واخلم که د واخلمه
خدائ که راته تا په تمامی حورو کښې اودروې
اے په لونګــــــــــين مئينې زه به ترې تا واخلمه
څنګ به پرهرونه د سائل په زړګې نه وینې
څنګ به دې دا سترګو د بڼو نه صلا واخلمه
~ رحمت شاه سائل
ایک تبصرہ شائع کریں