چې زما مينه ستا په كار نه راځي

شاعرې

منگل، 27 مئی، 2025

چې زما مينه ستا په كار نه راځي

 



غزل


چې زما مينه ستا په كار نه راځي

مالــــه جانـــــانه! بله لار نه راځي


زما د زړه په چينه خوله دې كېږدي

كه ميخانه كښې د چا وار نه راځي


د پوهو سترګو مې تا لوست ونه كړ

ماله په خوله چل د اظهار نه راځي


د لېــــــونو هــــوښياري هــــم ومنه

په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي


د فن د خـــــــرڅ هنر مو زده نه كړلو

د دغـــــــې ګټــــــې كاروبار نه راځي


ګــــــــران د زړګي زخم په څه وګنډي

چې يې په لاس د زلفــــو تار نه راځي


اکرام الله ګران

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف